امنیت

دطالبانو يو قوماندان له پنځو تنو افرادوسره يې په سمنګانو ولايت کې ووژل شو .

کابل باخترد ليندي څوارلسمه :
ددولت  دوسله والو مخالفينو يوقوماندان له پنځو تنو افرادوسره يې دسمنګانو ولايت دکوز دره صوف په ولسوالۍ کې ووژل شو .
دسمنګانو ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مسوول عبدالمنير رحيمي دباختراژانس خبريال ته وويل په هغو  ځانګړو عملياتو کې چې تيره شپه دکوز دره صوف ولسوالۍ په ځينو ساحو کې ترسره شول  دپوليسو ګډو  ځواکونو په دې بريالي شول چې په لسګونوکلي دمخالفينو له شتون څخه پاک کړي او مخالفينوته درانده زيانونه  واړوي .
ده زياته کړه ددغې نښتې په بهير کې  دګل اغا په نامه ددوى ديوه سرګروپ  په ګډون ددولت پنځه تنه وسله وال  مخالفين ووژل شول او نور وسله وال مخالفين دجګړې له ډګر څخه تښتيدلي دي .   داپه داسې حال کې ده چې دسيمې اوسيدونکې  ددغو عملياتو له ترسره کولو څخه خوښي څرګندوى  وايي چې په دغو ساحو کې  دامنيتي ځواکونو شتون په امنيتي حالت او دغه راز په سيمه کې په کسب  او کار زياته اغيزه لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته