سیاست

تبصره

کابل باختر د چنګاښ  اتلسمه

  افغانستان هغه هيواد ،چې په تيرو  ديرشو کلونوکې  له ويري او تاوتريخوالي سره مخامخ  او دوخت اوزماني ډول ډول  ظلمونه  او ناخوالي  يي چې په عمومي ډول دبهرنيو لاس وهنو   زيږنده دي تجربه کړي  ، اوس دې ته هيله لري چې نور به مغرضين او هغه کسان چې له دغه هيواد سره يي دښمنې غوره کړي وه په خپل ځاى کښينې .

 دباختر اژانس سياسي مبصر ليکي دامريکا دبهرنيو چارو دوزيرې ميرمن کلنتن   وروستي خبرې  چې افغانستان  يي دناتو له سازمان څخه بهر دامريکا دستر متحد په توګه وباله داټکي په ډاګه کوي  چې افغانستان اوس  په نړيوالو معاملوکې خپل ځانګړي دريځ لري او په سيمه ئيزو  او نړيوالو  پرمختياوکې يي رول اغيزناک دي .

 په  څو وروستيو کلونوکې  بدلونونو او په تيره بيا هغه څه ته چې  د ٢٠٠١  کال دسپتمبر په يوولسمه نيټه رامنځته شول  د نړيوالو پام  افغانستان ته زيات کړ او دايي په ډاګه کړه چې بايد په امنيتي او اقتصادي  بدلونونو  او پرمختياوکې دافغانستان جيوپولتيک  حيثيت  له پامه ونه غورځوي . پخوا له دې نړيوالو او په تيره بيا لويديځو هيوادونو افغانستان يا له پامه غورځولي و  او يايي دپاکستان له سترګيو  څخه ورته کتل ، آن چې وروسته لويديځوالو  دايوه ستره تيروتنه وبلله  ځکه په افغانستان دسره پوځ په تيري سره  دغه هيواد ، ديوه تير شوي ، او نيول شوي هيواد په توګه بلل کيده او دنړۍ له سياسي  جغرافيي  څخه دپخواني شوروي اتحاد په حذفولو  سره لويديځ افغانستان زياتره له حافظي او فکر څخه وايسته .

  هغه څه چې امريکائيان يې له ناتو څخه بهر دمتحد په توګه دافغانستان  په پته يادوي يوه ناڅاپي  خبره نه ده  څومره چې امريکا افغانستان  هغه هيوادته  چې دبهرنيو تيريو او لاس وهنو له سترو ستونزو سره مخامخ دي په نړيوالو معادلو او ملاتړي ارزښت لري .  افغانستان امريکا ته دسيمه ئيزو اوهمغږو همکاريو دپراختيا دلانجو  په حل کولو کې ارزښتناک دي يعني  دواړه لوري دمعاملو  په انډول کې دي او دواړه له دغو اړيکو څخه خپلي ملي ګتي  ترلاسه کوي .

 له شک پرته هغه څه  چې ميرمن کلنتن څرګند کړل  دځينو ګاونډيو هيوادونو په پايتختونو کې به دحساسيت دراپيداکيدو  سبب شي

 خو دحساسيت پيدا کوونکو په نسبت دافغانانو توجه او پاملرنه داده چې افغانان دتاريخ په اوږدو کې ددې وياړ لري چې هيواد يي هيڅکله  دنورو دګټو پرخلاف  نه دي دريدلي ، آن په ډيرو سختو بحراني حالاتوکې هم چې دافغانستان تصميم کيداي شواي دمغرضو ګاونډيانو په مقابل کې برخليک ټاکونکي وي .

 دغه هيواد عقده او غچ وانه خيست او اوس به هم له نورو سره په تضاد او ضديت کې ونه دريږي .

  نه يواځي له امريکا بلکي  له نورو لويديځو او سيمې له هيوادو لکه هند اوچين سره دستراتيژيکو همکاريو پراختيا  افغانستان ته  ددې فرصت برابروي چې له هغه اعتراض  او دښمنې سره چې له واکمنۍ غوښتنې او پراختيا غوښتنې څخه سرچينه اخلي  مقابله وکړي او د ديرش  کاله جګړي ناخوالي ، دودې او پراختيا دسوکالۍ په فضا بدلي کړي او نور به په سيمه کې استفاده غوښتونکو او سياسي ګټو غوښتونکو ته دامجال او امکان نه وي چې افغانستان ته  هيله او تمه ولري او دهغه له ستونزو او اړتياو څخه په خپله ګټه استفاده وکړي .

 افغانستان په داسي حال کې دامريکا له خوا له ناتو څخه بهر د يو متحد په توګه اعلاميږي چې دغه هيواد پخوا  له يو شمير هيوادو سره دستراتيژيکو همکاريو  سندونه لاسليک کړي دي .

   خو له بده مرغه لاس اوس  هم  په دغه هيواد کې څرګندي او پټي لاس وهنې شته اومغرضو کړيو لااوس هم خپلي لاس وهني پاى ته نه دي رسولي .

 دا دهيواد په سياستونو پورې اړه لري چې څه ډول کولاي شي له دغو امکاناتو او فرصتونو څخه دسيمې او نړۍ دامنيت  دتامينولو ، دپيوستون اوهمکاريو دپياوړتيا لپاره  استفاده وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته