طالبانو په نيمروز ولايت کې دوه تنه په ډزو سره ووژل په دغو کسانو دسيمې دڅلورو تنو اوسيدونکو د وژنې تور لګول شوى و .
سيمه ئيز مقامات دغه پيښه تائيدوي خو وايي په هغو سيموکې چې دوسله والوطالبانو نفوذ زيات دي ټولي قضايي پريکړي ددغو جګړه مارانوله خوا ترسره کيږي .
دخاشرود ولسوال محمد هاشم نورزي دطالبانو له خوا ددغو کسانو محاکمه تاييدوي .
ده باختر اژانس ته وويل چې دغه دوه تنه څوساعته وروسته له هغه چې څلور تنه ښځې او نارينه يې دهغوى د پيسو د ترلاسه کولو په خاطر ووژل طالبانو ته دخلکو دشکايت له مخې ددغې ډلې له خوا په عام محضر کې په ډزو سره ووژل شول .
دغه پيښه دخاشرود ولسوالۍ د پوزه خازه په سيمه کې چيرته چې دوسله والو طالبانو په واک کې ده نن سهار رامنځته شوه له بله پلوه ددغې ولسوالۍ اوسيدونکي ددولت عدلي او قضايي ارګانونه د جرم د تثبيت اومجازاتو دټاکنې لپاره معقوله لاره بولى او دغو افرادو دوژنې لپاره دطالبانو پريکړه داسلامي موازينو پرخلاف بولى .