سیاست

دکاناډا صدراعظم دداعش ضد ائتلاف په کړنو نيوکې وکړې .

کابل باختر د وږي  ديارلسمه :

دکاناډا صدراعظم په سوريه او دعراق په ځينو سيمو کې دداعش ضد ائتلاف په کړنو نيوکې کړې دي.

  دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ،  دداعش په ظهور سره  دنړۍ دملتونو په تيره بيا  دعراق او سوريې حالت دنړۍ  په وړاندې  يوبل  چلنج پيداکړى دى .

دغه چلنج  اساسي او غوڅ چلندغواړي چې دوحشت او دهشت  ټغر راټول شي .

دداعش له ظهور او له هغو جنايتونو وروسته چې دداعش ډلې ترسره کړل ددغه حرکت  دځپلو په مقصد دامريکا په مشرۍ  يو ائتلاف جوړ شو .

له هغه وخت څخه تراوسه پورې هيڅ داسې  دريڅه شتون نه لري  چې وويل شي  داعش کمزورى  شوى دى .

اوس درارسيدلو خبرونوله مخې  دکاناډا صدراعظم  دخبرو په ترڅ کې ددغه ائتلاف په کړنو نيوکې کړي دي .

دکاناډا صدراعظم ويلي دي چې کاناډا له داعش سره دمقابلې لپاره دائتلاف ديوه غړي هيواد په توګه دخپلو نړيوالو شريکانو سره  يوځاى دداعش  پرخلاف چې دعراق دشمال او لويديځ پراخې سيمې يې نيولي دي يوې هميشنۍ او اوږدمهالې ستراتيژۍ  ته اړتيا  لري .

دغه موضوع په اوسنيو نازکو شرايطو کې  دپاملرنې  وړ ده ځکه د ائتلافونو کړنې هغه وخت دپاملرنې  وړ ګرځي چې مثبتې نتيجې  په ځان پسې  ولري .

داعش ، القاعده  ، تند لاري طالبان دحقاني شبکه او لښکر طيبه او نوراو نور نه يواځې  دعراق ، سوريې ، افغانستان او پاکستان په هيوادونو کې ګواښ دى بلکې  دغو عناصرو نړۍ  له ګڼو چلنجونو  سره مخامخه کړې ده په همدې دليل ددغو عناصرو  په ځپلوکې بې پروايي ددغو هيوادونو له خلکو سره ستره جفا بلل کيږي . 

يو وخت طالبان په افغانستان کې وځپل شول خو بيايې هم ظهور وکړ که چيرې په نړيواله  ټولنه کې ددغو عناصرو دځپلو لپاره  غوڅ تصميم شتون ولري نړۍ به ددغې پدپدې  له شر څخه  خوندي پاتې شي او که چيرې  بې پروايي وشي  حالت به لاپسې  پراخ شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته