ټولنه

له لسګونو راستنيدونکو کورنيو سره مرسته وشوه.

-کابل – باختر د مرغومي دمياشتې دويمه
په ننګرهار ولايت کې له پاکستان څخه دلسګونو راستنو شويو کورنيو سره مرسته وشوه .
درپوټونو له مخې په دې دوره کې له نږدې سلو کورنيو سره دنغدو پيسو مرسته وشوه.
دننګرهار ولايت دمهاجرينو دراستنولود چارو درياست يو مسوول باختر آژانس ته وويل چې په دې دوره کې له هرې کورنۍ سره شپاړلسو زرو افغانيو نغدو پيسو مرسته وشوه.
دغو کروينو په تورخم بندر کې هيوادته د راستنيدو په وخت کې دغه مرسته ترلاسه کړ.
په يوبل خبرکې ويل شوى دى چې په ننګرهار ولايت کې له يو سلوشلو بې ځايه شويو کورنيو سره دخوراکي توکو مرسته وشوه.
دننګرهار ولايت دمهاجرينو دراستنولود چارو درياست يوه مسوول وايي دغه مرستې دنړۍ دخوړو سازمان له خوا برابرې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته