ټولنه

په بدخشان کې په سلګونو پرمختيايي پروژې تطبيقې شوې دي

کابل/باختر/ د غبرګولي دمياشتې ۸ مه
په بدخشان ولايت کې تېرکال په سلګونو پرمختيايي پروژې تطبيقې شوې دي.
د وړاندې شويو شمېرنو له مخې: له دې جملې څخه ٢٢٢ پرمختيايي پروژې بشپړې شوې او نږدې٢٠٠ نورې پروژې د تطبيق په حال کې دي.
د دغو پرمختيايي پروژو لګښت ٣١٣ ميليونه ډالره اټکل شوی دی چې د حکومت له بودجې او د نړيوالو مرستندويو بنسټونو له خوا ورکول کېږي.
د بدخشان د اقتصاد رئيس په فيض آباد کې د رپوټ ورکولو په مراسموکې وويل چې په دغو پروژوکې د واټونو جوړول او پخول، د اوبو لګولو د کانالونو او د څښاک اوبو د شبکو، د روغتيايي او تعليمي مرکزونو او د روغتيا او کرنې دبسټونو جوړول شامل دي.
ده وويل چې د دغو پروژو تطبيقول په بدخشان ولايت کې د لسګونو زرو تنو خلکو  په ژوندانه کې مثبت بدلون رامنځته کړى دى .
ويل کېږي د بدخشان ولايت په لرو پرتو سيموکې دخلکو دسيمه ييزو ستونزو دلرې کولو لپاره په لسګونو نورې پرمختيايي پروژې سروې شوې او ټاکل شوې ده چې تطبيقې شي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته