کابل باختر دوري دمياشتې ١٣ نيټه :
د بادام د ګلو دويم فرهنګي هنري جشن پرون په دايکنډي ولايت کې جوړشو.
د باخترآژانس د خبريال د خبرله مخې؛ په هغې غونډه چې په همدې مناسبت د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د سرپرست پوهاند محمدرسول باوري او د دايکنډي ولايت د يوشمېرمسوولينو ،ليکوالانو ، فرهنګيانو او خبريالانو په نيلي ښارکي جوړه شوې وه، د دايکنډي والي انجينر محمود بليغ بادام د دايکنډي د خلکو په اقتصادي وده کې يو مهم محصول وباله .
په دې غونډه کې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست پوهاندمحمدرسول باوري دايکنډي يو داسي ولايت وباله چې خلک يې په کرنې او بڼوالۍ بوخت دي او د بادام دګلو جشن يې د دغه ولايت د خلکو يو فرهنګ وباله او څرګنده يې کړه چې د دغه ولايت د تاريخي آثارو ساتنه د اطﻻعاتو اوفرهنګ وزارت په لومړيتوبونو کې ځاى لري .
باوري وويل چې د دغه ولايت د تاريخي څلو د ترميمولو لپاره يې دانجينرانو يو ټيم موظف کړى دى.
په دې غونډه کې د ملي اتڼ، چوب بازۍ او د سيمه يېزې دمبورې هنري او تفريحي پروګرامونه اجرا شول .
دا په داسې حال کې چې د بادامو د ګلو فرهنګي هنري جشن له کلونو کلونو را په دې خوا په دايکنډي کې ترسره کېږي چې تېرکال دغه جش د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له خوا د جشنوارې په توګه ثبت شو.
دغه راز د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمدرسول باوري په دې سفر کې د دايکنډي ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اداري ودانۍ د جوړولو کار وکوت او د پيروز غفاري شرکت مسوول ته يې چې د دغې ودانۍ د جوړولو مسووليت په غاړه لري لارښوونه وکړه چې د دغې ودانۍ په جوړولو کې هلې ځلې وکړي. پاى ج