کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٠
يوه زياته اندازه نشه يي توکي پرون په هرات ولايت کې د سيمه ييزو مسوولينو له خوا کشف شول او ايران او ترکيې ته د هغو دقاچاقو مخه ونيول شوه .
د هرات د سيمه ييزو مسوولينو د څرګندونو له مخې: دغه نشه يي توکي يو زرو شپږ سوه کيلوګرامه دي.
د را رسيدلوخبرونو له مخې: دغه نشه يي توکي د هرات ولايت له کهسان ولسوالۍ څخه ټيک هغه وخت چې ټاکل شوې وه ايران ته قاچاق شي؛ کشف او ترلاسه شوي دي.
ددغو نشه يي توکو د کشفولو په بهيرکې جګړه هم رامنځته شوې ده چې دنشه يي توکو دوه تنه قاچاق وړونکي وژل شوي او درې تنه نوريې ټپيان شوي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ