امنیت

شپږ تنه په جوزجان کې ووژل شول .

کابل باختر دوږي ٢٤مه :
شپږ تنه وسله وال طالبان تېره شپه  په جوزجان ولايت کې ووژل شول .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باختراژانس ته وويل  چې دغه وسله وال طالبان دجوزجان ولايت دقوشتېپې ولسوالۍ په چقمه چقور کلي کې په هوايي بريد کې ووژل شول .
وژل شوي کسان دجوزجان دقوشتېپې ولسوالۍ لپاره  دوسله والو طالبانو دنومول شوي ولسوال ملا نادر افراد و .
  هغه زياته کړه چې په دې بريد کې  ددښمن  يو فولدر موټر او جنګي وسايل هم له منځه وړل شوي دي .
ختم_ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته