
کابل/ د غوايي٢٨مه/ باختر
په نيمروز کې د اکسيجن د يوې دستګاه د جوړولو چارې پرون بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه .
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د نيمروز د عامې روغتيا رييس مولوي عبدالرحمن “عبدالله” د اکسيجن د دستګاه د پرانېستې په مراسمو کې وويل چې دغه دستګاه د سلو زرو امريکايي ډالرو په لګښت جوړه شوې چې په ٢٤ ساعتونو کې د ٢٥ بالونونه اکسيجن د توليد ظرفیت لري.
عبدالله زياته کړه، چې د دغې دستګاه په پرانېستلو سره به د نيمروز په روغتون کې د اکسيجن د کمښت له پلوه د ناروغانو ستونزې اوارې شي.
د عامې روغتيا رييس يادونه وکړه، چې تر دې وړاندې په دغه ولايت کې د ١٢٠ بالونونو په ظرفيت د اکسيجن د توليد يوه دستګاه فعاله شوې وه.
\ ذ