
کابل، د سلواغې ١٤مه، باختر
د نیمروز د امربالمعروف نهی عن المنکر او شکایاتو د اورېدو ریاست په هڅو د دوو کورنیو ترمنځ ٣٥ کلنه دښمني پای ته ورسېده.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د دولتی ادارو ځینو رئیسانو، قومي مخورو، دیني عالمانو او ځوانانو ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې د امربالمعروف، نهي عن المنکر او د شکايتونو اورېدو رياست د شکايتونو د اورېدو مدیر مولوي احسان الله احسان وويل، چې په سوله کې روحي او جسمي آرامتیا نغښتې ده، چې مسلمانان یې باید د لاسته راوړلو لپاره جدي هڅې وکړي.
په پای کې دواړو لوریو ژمنه وکړه، چې شوې پرېکړې په بشپړه توګه عملي کوي او له دې وروسته به شخړه نه کوي.
لمر