امنیت

د افغانستان په جنوب کې د سلګونو پوځي ټانکونو او رنجرموټرونو ترمیم

کابل/ د ليندۍ٢٣مه / باختر:
د افغانستان په جنوب کې د يوې پوځي قطعې چارواکو د سلګونو پوځي ټانګونو او رنجرموټرونو د ترمیم خبر ورکړ.
دغه موټرونه د هېواد په جنوب د تېرو جګړو او ترافيکي پيښو له کبله له کاره لويدلي وو.
په هلمند کې د پوځي وسايطو د ترميم ورکشاپ کارکونکي وايي دوی د سلګونو نورو پوځي وسايطو د ترمیم لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
په دې ورکشاپ کې په لسګونه فني کارکوونکي کار کوي.
د هېواد په جنوب کې د اسلامي امارت چارواکي وايي، دغه کسان د پخواني دولتي کارکوونکي دي، چې بېرته د کار لپاره رابلل شوي دي.
په هلمند کې د پوځي وسايطو د ترميم ورکشاپ مسوول محمد آصف د باختر آژانس خبريال ته وويل؛ هره ورځ د افغانستان له جنوب څخه په لسګونو پوځي وسايط او ټانګونه د ترميم لپاره دغه ورکشاپ ته ليږدول کيږي.
هغه وویل دوی د پوځي وسايطو د ترمیم لپاره کافي پرزې لري.
د ورکړل شویو شمیرو له مخې په تیرو دریو میاشتو او په افغانستان کې د اسلامي امارت په راتګ سره څه ناڅه درې سوه اوويا پوځي وسایط او شپږ دېرش هاموې ټانګونه ترمیم او د هیواد په جنوب کې بیرته پوځي قطعاتو ته سپارل شوي دي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته