سیاست

د افغانستان بهرنی سیاست د بدلون په درشل کې

کابل / د وري ۱۸ مه / باختر
جمهوررییس محمد اشرف غنی په دوو جلاجلا فرمانونو کې محمد حنیف اتمر د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او کاندید وټاکه. پرون جمهوررییس د  دولت د مشرتابه په غونډه کې د محمد حنیف اتمر کاري پروګرام واورېد او په غونډه کې پرېکړه وشوه چې دا پروګرام دې د تصویب لپاره د کابینې غونډې ته وړاندې شي. محمد حنیف اتمر  پرون د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه کار پیل کړ او په دې مناسبت جوړې شوې غونډې ته یې په وینا کې ډېر ژر د بهرني سیاست د بنسټیزو کرښو د برابرولو ډاډ ورکړ. د ده په وینا کې یوه خبره له ورایه جوته وه او هغه دا چې د افغانستان بهرنی سیاست د بدلون په درشل کې دی.
د باختر آژانس مفسر د افغانستان د بهرني سیاست بدلون ته کتنه کړې ده او لیکي:
د هر دولت او هېواد بهرنی سیاست په حقیقت کې د کورني سیاست یوه برخه بلل کېږی، خو نه عادي برخه، بلکې د کورني سیاست تکمیلوونکې برخه. پر بلې وینا بهرنی سیاست مرسته کوي چې د کورني سیاست موخې تر لاسه شي. کورنی سیاست او بهرنی سیاست سره نه شلېدونکې اړیکې لري. د یوشمېر پوهانو په وینا بهرنی سیاست د کورني سیاست هنداره ده.
د بهرنیو چارو وزارت د بهرني سیاست د جوړولو او عملي کولو مسوولیت لري. له بده مرغه په تېرو څو لسیزو کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د تنظیمي اونورو ډول ډول سلیقو او ملحوظاتو ښکار شو چې له امله یې نه هر اړخیز بهرنی  سیاست تدوین شو او نه هم د  دیپلوماسۍ په ډګر کې کوم نوښت رامنځ ته شو او پایله دا شوه چې د بهرنیو چارو وزارت ورو ورو له بهرني سیاسته منزوي شو او پر یو غیر فعال بنسټ بدل شو.
دا څرګنده ده چې اوس افغانستان د خپل تاریخ له ډېر حساس پړاوه تېرېږي. موږ په کور دننه باید سترې دندې تر سره کړو. تر ټولو مهمه خبره د سولې بسیا کول دي. همدارنګه اوس هېواد د کرونا له ویروس سره هم په مبارزه کې ښکیل دی او دا مبارزه دومره سخته او پېچلې ده چې افغانستان له بهرني ملاتړه پرته نه شي کولای د دغه ګواښ مخه ونیسي اوهغه شنډ کړي. نور ګڼ مسایل هم شته چې په اړه یې پیاوړي سیمه ییز او نړیوال ملاتړته اړتیا ده.
خو پوښتنه دا ده چې څنګه کېدای شي دغه راز پیاوړی نړیوال ملاتړتر لاسه شي؟ ځواب روښانه دی: د لوړو ملي ګټو پر بنسټ فعال، خوځند، نوښتګر، مثبت او څو  اړخیز بهرنی سیاست کولای شي د ټولو مهم مسایلو په اړه د سیمه ییز او نړیوال ملاتړ په راخپلولو کې رغند رول ولوبوي. محمد حنیف اتمر د یو نوښتګر اومدبر مدیر او سیاستوال په توګه د دغه راز بهرني سیاست د تدوینولو او عملي کولو وړتیا، استعداد او ځواک لري.
په تېرو کلونو کې چې محمد حنیف اتمر ته هره ستره او مهمه دنده سپارل شوې ده، ده هغه په خورا ښه توګه تر سره کړې ده او په هره برخه کې یې ستر نوښتونه عملي کړي دي. له قضایاوو سره د ده چلند ستراتېژیک دی او د بهرنی سیاست په اړه هم ستراتېژیک لید لوری لري. له شک پرته اوس به د بهرني سیاست د جوړولو او عملي کولو اداره، یانې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او دیپلوماتیکه دستګاه نوې سا  واخلي او افغانستان به د فعال او خوځند بهرني سیاست خاوند شي.
پاى/ن. ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته