روغتیا

په ننګرهار کې دخوراکي توکو دځينو پلورنځيو او درملتونونو تړل کيدل .

کابل باختر د کب پنځه ويشتمه :
  دبې کيفته او دتيرتاريخ درملو  او خوراکي توکو دپلورنې  دمخنيوي لپاره دجلال اباد ښاروالۍ مبارزه دوام لري .
په نوې مورد کې په تيرو ٢٤ ساعتو کې څو پلورنځي  او درملتونونه دتيرتاريخ او دبې کيفته درملو او خوراکي  توکو دپلورنې په دليل  جريمه شول .
له بلې خوا هم ويل کيږي چې  مسوولانو په لسګونو  ټنه  تير تاريخ او بې کيفته  درمل او خوراکي توکي ترلاسه کړي دي .
په  ننګرهار ولايت کې يوه روغتيايي  چارواکي باختراژانس ته وويل چې ددوى  پلټوونکي  ټيم تراوسه پورې په دې بريالي شوي دي چې په لسګونو  ټنه تيرتاريخ  اوبې کيفته درمل له پلورنځيو  او درملتونونو څخه کشف  او ضبط کړي .
درارسيدلو خبرونو له مخې، په دې کمپاين  کې کابو پنځوس پلورنځي او درملتونونه نغدي جريمه او يا تړل شوي دي .
دننګرهار ولايت روغتيايي مسوولانو دپلورنځيو اوددرملتونونو خاوندانو ته خبر دارى ورکړ که چيرې  دبې کيفته او دتيرتاريخ خوراکي توکو او درملو په پلورنې  اقدام وکړي  له قانوني چلند سره  به مخامخ شي .
  ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته