کابل باختر د ثور د مياشتې ١٣ :
دقندهار ولايت يوشميرخلکو پرون دملي پيوستون د ٩٨ ټولګټو پروژو له آسانتياو څخه ګټه واخيسته.
دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت داطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باخترآژانس ته خبر ورکړ : ددغو پروژو کار د ٩٠ مليونو افغانيو په لګښت ددغه ولايت د دامان ، ارغنداب ، خاکريز، ميوند ، پنجوايي ، سپين بولدک ، شګي او ژيړي په ولسواليو کې بشپړ او دخلکو ګټې اخيستنې ته وسپارلې شوې.
په دغو پروژو کې دمحافظوي استنادي ديوالونو ، پلګوټو او دټولنيزو مرکزونو جوړول ، دسړک جوړول او کريړ اچول ، دکانال پاکول ، دکاريز تمديدول اودڅښاک داوبو دڅاګانو کيندل شامل دي.
دملي پيوستون پروګرام په قندهار ولايت کې دفعاليت له پيل څخه تراوسه پورې دترانسپورت ، داوبو رسولو ، بريښنا ، کانالونو ، روزنې او دټولنيزو مرکزونو د جوړولو په برخو کې د ٢٥٠٢ ټولګټو پروژو کار بشپړ کړى دى.
0 1 دقیقه لوستل