کابل باختر د چنګاښ ٣٠ :
افغانستان د آسيا دجنوب د اتلتيک فدراسيون د اجرائيوي شورا غړيتوب ترلاسه کړ.
د المپيک دملي کميټې دخپرونو آمر سيمع دره يې باخترآژانس ته وويل : دهيواد داتلتيک فدراسيون رييس عبدالکريم عزيزي داسيا داتلتيک دټولنې دکانګرس په شلم پړاوکې چې په دې وروستيو وختوکې دهند په پونه ښارکې ترسره شو، د آسيا دجنوب د اتليتيک د فدراسيون داجرائيوي شورا غړيتوب ترلاسه کړ.
سميع دره يي وويل چې د آسيا د اتلتيک د ټولنې دکانګرس په شلم پړاوکې د اتلتيک او يا ځغاستې په اړوند د وزرشکارانو د اسانتياوو، دسياليو دلګښت او له اسياسي او نړيوالو فدراسيونونو سره د اړيکو د څرنګوالي او نورو اړوندو موضوعګانو په باب هم خبرې وشوې .
0 د یوې دقیقې څخه لږ