سیاست

په ميدان وردګوکې لاريون کوونکو په برقي تذکروکې د افغان او اسلام د کلمو د ليکلو غوښتنه وکړه

 کابل باختر دوږي دمياشتې  ٢٦ :
په ميدان وردګو ولايت کې په سلګونو تنو د يوه لاريون په ترڅ کې په برقي تذکرو کې د اسلام او افغان د کلمو د ليکلو غوښتنه وکړه .
لاريون کوونکو د ملي وحدت دحکومت له مشرانو څخه وغوښتل چې ددغو کلمو  له ليکلو وروسته دې د برقي تذکرو د ويشلو بهير پيل کړي.
په دې لاريون کې چې په ميدان ښارکې وشو؛ ځوانانو، مدني فعالينو، د سيمې مشرانو او خلکو ګډون کړى و.
يوه تن لاريون کوونکي ظفرخان د باختر آژانس خبريال ته وويل: د اسلام او افغان د کلمو دنه ليکلو په صورت کې به دوى د برقي تذکرو له اخستلو څخه ډډه وکړي.
د نفوسو د احوالو دثبت قانون د پارلمان له تصويب وروسته د جمهوررئيس له خوا توشيح شوى خو تراوسه پورې نه دى نافذ شوى.
په برقي تذکروکې د اسلام او افغان د کلمو ليکل يا نه ليکل په هېوادکې د دغه ملي بهير د پيل په وړاندې له مهمو چلنجونو څخه دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته