امنیت

په کندز او فارياب کې دهوايي بريدونو له امله ديوه قوماندان په ګډون ٢٥ تنه ووژل شول.

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٧
دوسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان له ١٤ تنو افرادو سره يې دکندز ولايت په مربوطاتو کې دامنيتي ځواکونو په هوايي بريد کې ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ : دوسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان قاري غفور، چې دکندز ولايت په مربوطاتو کې يې په زياترو ترورستي فعاليتونو کې رول درلود پرون مازيګر دکندز ولايت دچار درې ولسوالۍ دبابوسو دساحې په آق مسجد کلي کې دامنيتي ځواکونو دهوايي بريد له امله١٤ تنو افرادو سره يې ووژل شو.
دغه راز دفارياب ولايت دګرزيوان ولسوالۍ په درز آب ساحه کې ددغو ځواکونو دهوايي بريد له امله ١٥ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ٤ تنه نور ټپيان شول .
د فارياب ولايت دقيصار ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ظفر -٧ په نامه دامنيتي ځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې دوسله والو طالبانو د ډلې له خوا دقيصار ولسوالۍ لپاره نومول شوى ولسوال ملاسلام له ساتوونکو سره يې ونيول شو.
او شپيته تنه نور له وسلو سره يې په عملياتو کې شاملو ځواکونو ته تسليم شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته