فرهنګ

حسينه ساپۍ : يو هيئت دغور ولايت ته استول کېږي چې دجام دڅلې موضوع وڅيړي .

کابل باختر دسلواغې اته ويشتمه :
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ نن  دغور ولايت  له يوشمير ځوانانو سره  په کتنه کې وويل چې دلرغونو ساحو او دتاريخي ابداتو  ساتنه  ددې وزارت  په لومړيتوب کې ځاى لري .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په دې کتنه کې لومړى  عبدالقدير غفوري  دحاضرو ځوانانو  په استازيتوب خبرې وکړې او ويې ويل چې تاريخي ابدات او دجام څلې  په مناسب حالت کې نه دي .
ده په دې باب داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دپاملرنې غوښتنه وکړه .
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرستې  دغور ولايت تاريخي ابداتو او اثارو په باب  ددغه ولايت  دځوانانو انديښنو ته  په پاملرنې سره وويل  چې په دې وزارت کې دجام دڅلې په باره کې  دخپرو شويو رپوټونوپه څيړنې سره دغه مسئله په کابل کې ديونسکو له ادارې سره شريکه کړې ده او هم په پام کې دي  چې يو هيئت  دغه ولايت ته واستول شي چې موضوع په هراړخيزه توګه وڅيړي .
دې وويل  چې ديونسکو اداره په دې باب  داطلاعاتواوفرهنګ  له وزارت سره  همکاره ده .   ختم_  ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته