کابل باختر د سلواغې دمياشتې ١٠:
پنځه ديرش کيلو ګرامه چرس پرون په پروان ولايت کې دامنيتي ځواکونوله خوا کشف شول.
د پروان ولايت د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکوسره د مبارزې مدير باختر آژانس ته وويل: دغه نشه يي توکي له نشه يي توکوسره د مبارزې د مديريت دپوليسو دعملياتو په ترڅ کې له يوه فرونر موټرڅخه چې له شمال څخه کابل ته ليږدول کيدل؛ د جبل السراج ولسوالۍ د جوى بخشي د پلټنې په پوسته کې کشف اوترلاسه شول.
د خبرځاى دڅرګندونوله مخې؛ د دغو نشه يي توکو د ليږدونې په تور يو تن نيول شوى او ترپوښتنې لاندې دى .
1 د یوې دقیقې څخه لږ