
کابل، د سلواغې ١٦مه، باختر
د نیمروز د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسوولين وايي، چې په دغه ولایت کې یې ١٨ تنه د جنايي جرمونو په تور نیولي دي.
د دغه ولایت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير مولوي عبدالعزيز مغفور باختر آژانس ته وویل، چې په نیول شويو کسانو کې ٧ تنه د غلا، ٧ تنه د انساني قاچاق او ٤ تنه هم د جعل کارۍ په تور نیول شوي دي.
مولوي مغفور زياته کړه، چې د نیول شويو کسانو دوسیې به له څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
لمر