فرهنګ

دملي موزيم د نوې ودانۍ مقدماتي برخه پرانيستل شوه

کابل باختر دليندي څوارلسمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکترسيدمخدوم رهين او په کابل کې د امريکا دمتحده ايالاتو سفير نن دملي موزيم د نوې ودانۍ مقدماتي برخه پرانيستله .
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: په هغې غونډه کې چې له همدې امله دکابل ښاروال محمد يونس نوانديش، شهزاده ميرويس، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معينانو او رييسانو، د بېلابېلو مرکزونو د يو شمير مسوولينو، د امريکا،کانادا، استراليا، د سفيرانو، په کابل کې د ناټو او يونسکو  د استازو او يو شمېر بهرنيوميلمنوپه ګډون په ملي موزيم کې جوړه شوې وه؛ د ملي موزيم رييس  عمراخان مسعودي ميلمنو ته د ښه راغلاست د ويلوپه ترڅ کې دملي موزيم د نوې ودانۍ د مقدماتي برخې د جوړولو دکار دڅرنګوالى په باب معلومات ورکړل او ويې ويل : دغه برخه د امريکا دمتحده ايالاتود سفارت په مرسته دڅه دپاسه يو کال په بهيرکې جوړه شوې ده چې د انګړ ديوال او د ځانګړو ميلمنو دننوتلو د دروازې په ګډون دوه دروازې له ټولو ضروري وسايلو سره يې  پکې شامل دي .
په دې غونډه کې د اطلاعاتواوفرهنګ وزير ډاکتر سيدمخدوم رهين  په دې ترڅ کې چې دملي موزيم مقدماتي برخې د تمويل په خاطر يې د امريکا د متحده ايالاتو دسفارت او نړيوالو دوستانو د مرستې له امله قدرداني وکړه او ويې ويل:  د جګړې او اړو دوړ په کلونوکې په ملي موزيم د زړه بوږ نوونکي ناتار وروسته د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت او دملي موزيم همکارانو دملي موزيم  د اعاده کولو او احيا کولو په لټه کې شول او له نيکه مرغه د نږدې يوې لسيزې په موده کې ملي موزيم له هغه څخه چې و؛ ښه ورغول شو.
  ډاکتر رهين زياته کړه چې د ملي موزيم ودانۍ داستقلال په دورې او د اعليحضرت  شاه امان الله  په دورې پورې مربوط ده او له هغه وخت څخه تراوسه پورې زيات وخت تير شوى دى او زيات آثار مو  ترلاسه کړي دي او ترلاسه کوو يې.
له دې امله  د موزيم  نوې ودانۍ ته  اړتيا وه او د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت وکولى شول چې اته جريبه ځمکه د نوې ودانۍ د جوړولو په خاطر د ملي دفاع له وزارت څخه واخلي او د امريکا دسفارت پنځه مليونه ډالره مرسته او دکانونو وزارت ديو مليون ډالرو مرسته  جلب کړه او دوه مليونه  ډالره په خپله د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په همدې مقصد ورکړي.
داطلاعاتو اوفرهنګ وزير زياته کړه چې دملي موزيم دنوې ودانۍ د جوړولو په خاطر دوه ديرشومليونو ډالرو ته اړتيا ده او دغه وزارت دنړيوالو دوستانو دمرستو  دجلبولو په خاطر هلې ځلې کوي چې دملي موزيم  نوې ودانۍ  هم جوړه او بشپړه شي چې د درناوي وړ دغه ودانۍ زموږ د ستر ملت د فرهنګ اوتاريخ ښکارندوى وي .
دغه راز په کابل کې دامريکا دمتحده ايالاتو سفير جيمز بې کننک هم خبرې وکړې او ويې ويل: موږ نن  دلته راټول شوي يو چې د تيرو وختونو د برياليتوبونو يادونه وکړو؛ له اوسنيو همکاريو څخه  قدرداني وکړو او راتلوونکي فرصتونه وپيژنو .
ده  له ملي موزيم سره د امريکا حکومت د همکاريو په باب خبرې وکړې او ويې ويل: دامريکا متحده ايالاتو په يوه لسيزه کې دموزيم  داحيا کولو دکار له پيل څخه په ټوليزه توګه څه ناڅه لس مليونه ډالره له ملي موزيم سره مرسته کړې ده.
خو ملي موزيم زياتومرستوته اړتيا لري چې د افغانستان دمهم او بډاى فرهنګ په ژوندي ساتلوکې د خپل رول  ډاډ ترلاسه کړي او يوملت هغه وخت ژوندى دى چې فرهنګ يې ژوندي وي .
ددغو مراسمو په پاى کې داطلاعاتواو فرهنګ وزير ډاکتر سيدمخدوم رهين او په کابل کې دامريکا سفير دملي موزيم د نوې ودانۍ د مقدماتي برخې له پرانيستلو وروسته له ميملنو سره ددغې ودانۍ برخه وکتله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته