خبرونهروغتیا

په نيمروز کې ۱۹۳ تنه روږدي کسان له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول

 کابل، د تلې ٢ مه، باختر

د نیمروز د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي چې ١٩٣ روږدي کسان د نيمروز په روغتيايي مرکز له درملنې وروسته خپلو کورنيو ته وسپارل شول.

د نيمروز د امنيې قوماندانۍ د نشه يي توکو سره د مبارزې مدير ملا جمعه خان عثماني د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې ١٩٣ روږدي کسان چې دوه مياشتې مخکې د زرنج ښار له بېلابېلو سیمو څخه راټول کړاى شوي وو، له درملنې وروسته خپلو کورونو ته ستانه شول.

عثماني له دغو کسانو وغوښتل چې نور نشه يي توکو ته مخه ونه کړي او په ټولنه کې د سالمو کسانو په توګه عمل وکړي.

په همدې حال کې د نيمروز د عامي روغتيا رياست د روږد و کسانو د درملني روغتون ډاکټر خليل شاه کاظمي وويل چې په دې مرکز کې په نشه يي توکو روږدي کسان د هېواد د عامې روغتيا وزارت د معيارونو له مخې تداوي کيږي.

\ ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا