سیاست

دملی امنيت دلوى رياست دمشرتابه هيت او منسوبينو پيغام

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٢٨
دهيواد دملي او جهادي شخصيت ، دافغانستان د خلکو دجهاد او مقاومت دمشر پروفيسور استاد برهان الدين رباني دشهادت د دويم تلين د رارسيدو له امله دملي امنيت دلوى رياست دسرپرست انجينير رحمت الله نبيل او ددغه رياست دمشرتابه  هيت او منسوبينو پيغام  :
دملي امنيت دلوي رياست دمشرتابه او منسوبينو په استازيتوب د هيواد دملي – سياسي ، فرهنګي شخصيت او دافغانستان دخلکو دجهاد او مقاومت دمشر پروفيسوراستاد برهان الدين رباني دشهادت د دويم تلين د رارسيدو له  امله دسولې دبهير دتحقيق په خاطر يي بې ساري خدمتونه چې دخپل ځان په بيه يې وښودله  جمهور رييس ،  دجمهوري رياست مرستيالانو ، دملي شورا  د دواړو مجلسونو رييسانو او غړو ،دسولې دعالي شورا غړو ، دشهيدانو او معلولينو کورنيو او دافغانستان ټولو سرلوړو آزادى غوښتونکو او شريفوخلکوته ډاډګيرنه وړاندې کوو شهيد استاد او دخپلواکۍ دلارې نورو شهيدانو ته چې په هيواد کې دسولې او ثبات دتامينولو په لاره کې يې خپل خوږ  ژوند فدا کړ دلوى خداى (ج)له دربارڅخه د فردوس جنت او کورنيو ته يې دجميل صبر هيله کوو  .
دملي امنيت دلوي رياست منسوبين يوځل بيا خپل هوډ نوي کوي چې دخپلواکۍ ، ملي يوالى دساتنې او د دين ،هيواد دساتلو او په هيواد کې سراسري سولې  او ثبات دتامينولو په لاره کې چې په  حقه دشهيد استاد او دنورو دافغانستان د نورو شهيدانو لاره او انتخاب و له هيڅ راز سرنښدنو څخه په ډ ډه ونه کړى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته