ښوونه او روزنه

دکرنې مسلکي ليسې ته نوى ودانۍ جوړيږي

کابل باختر آژانس دوږى٢٨
د دايکندي ولايت په مرکز نيلي ښارکې دکرنې مسلکي ليسې ته دنوى ودانۍ دجوړولو کارپيل شو.
له نيلي ښارڅخه دباختر آژانس دخبريال دخبر له مخې: په هغې غونده کې چې ددغې ودانۍ دبنسټ د ډبرې د ايښودلو په خاطر جوړه شوى وه، د دايکندي والي قربان علي ارزګاني خبرې وکړې او وې ويل: دغه ودانۍ د ايران د اسلامي جمهوريت په مرسته په دوو پوړونوکې جوړيږي او څلور  ويشت درسي خونې او نور ضروري ملحقات پکې په پام کې نيول شوى دى.
د دايکندي والي دغه راز د ايران داسلامي جمهوريت دمرستوله امله قدرداني وکړه او دهغو د زياتوالې او دوام غوښتنه يې وکړه.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته