سیاست

د آموسيند غاړې دترکمنستان له خوا ټينګيږي

کابل باختر دچنګاښ د مياشتې  ٧ :
دترکمنستان دبهرنيو چارو وزير رشيد مرادوف د جوزجان ولايت ته په خپل رسمي اوکاري سفر کې  دبريښنا دمزو دغځولو او د آموسيند دغاړو دټينګښت دکار دتطبيق او عملي کيدو ډاډ ورکړ.
رشيد مرادوف  چې دترکمنستان له  اته مراد او امام نظر څخه دافغانستان  تر آقينې  اواندخوى پورې داوسپنې پټلۍ دغځولو  د کاردڅيړنې اوپيل په موخه  دافغانستان  شمال ته سفر کړى دى   دخپل نظر وړ هدف  دڅيړنې  په ترڅ کې  د جوزجان ولايت مرکز  شبرغان ښارته هم سفر وکړ او ددغه ولايت له مسوولينو سره يې  دجوزجان ولايت په ګډون  د ترکمنستان  له ګاونډيو   ولايتونو سره  دخپل هېواد دهمکاريو په باب خبرې وکړې.
ده  ژمنه وکړه: چې  قرقين  او خماب په ولسواليو کې  دآموسيند  دغاړو دټينګښت  چې کال په کال  داستوګنې دکورونو او دکرنيزو ساحو دويجاړيدو سبب کيږي او دغه راز په شبرغان ښارکې ديوه معياري پالنځي  د جوړولو  ژمنه وکړه .
په دې کتنه کې   دمنځنۍ آسيا په  چارو کې د جمهوررئيس خاص استازى محمدشاکر کارګر  په ترکمنستان کې دافغانستان سفير ، دافغانستان دبهرنيو  چارو وزارت معين ، د جوزجان والي مولوي لطف الله عزيزي او دجوزجان ددولتي ادارو رئيسانو  ګډون کړى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته