خبرونهنړۍ

په نړۍ کې د اقتصادي‌ رکود په اړه د نړیوال بانک خبرداری

بهرنۍ رسنۍ، د مرغومې ۲۱مه، باختر

نړیوال بانک د سه شنبې په ورځ د جنورۍ ۱۰ (مرغومې ۲۰) خبرداری ورکړ، چې د نړۍ اقتصاد په روان میلادي کال کې په خطرناک اقتصادي رکود ته نږدې کېږي او په ټوله نړۍ په خاص ډول د امریکا متحده ایالتونو، اروپا او چین په شان په سترو اقتصادونو کې به اقتصادي وده کمزورې وي.

نړیوال بانک چې په بېوزلو هېوادونو کې د پراختیایي پروژو لپاره پورونه برابروي، په خپل کلني راپور کې اټکل کړی، چې په روان میلادي کال کې به اقتصادي وده کابو ۵۰ سلنه کمه شي.

دې بانک تر دې وړاندې اټکل کړی و، چې په ۲۰۲۳ میلادي کال کې به د نړۍ اقتصادي وده درې سلنه وي خو اوس اټکل شوی چې دا شمېر ۱.۷ ته راکم شوی دی.

که دا اټکل سم ثابت شي، نو د ۲۰۰۸ میلادي کال د اقتصادي کړکېچ او بیا د کویډ ۱۹ له امله د اقتصادي ناورین وروسته به دا د نړۍ درېیمه کمزورې کلنۍ اقتصادي وده وي.

خو د نړیوال اقتصاد کمزورتیا، د توکو د بیې لوړېدل او پورونو لپاره به د بانکي سود زیاتوالی، احتمالا په امریکا کې کسب او کار او په نهایت کې مصرف کوونکي زیانمن کړي.

د دې وړاندوینې له مخې، متحد ایالتونه به احتمالا په روان میلادي کال کې له اقتصادي رکود څخه مخنیوی وکړي خو د یاد هېواد اقتصادي وده به یوازې صفر اعشاریه پنځه سلنه وي.

بلخوا که کویډ ۱۹ ناروغي بیا زیاته شي او یا هم په اوکراین کې د روسیې جګړه توده شي نو امریکا به هم د توکو د زنجیره یي بهیر د خرابېدو له امله ډېر زیان وویني.

د نړیوال بانک د راپور له مخې؛ اروپا چې له ډېر وخت راهیسې چین ته اصلي صادرونکې وه، احتمالاً د چین له کمزوري اقتصاد څخه متاثره شي.

په عین حال کې په دې راپور کې ویل شوي، چې د سود د نرخ لوړوالی به په پرمختللو هېوادونو کې وده کمزورې کړي په هغه شکل چې پر اوکراین د روسیې د برید پرمهال د توکو بیه لوړه شوې وه.

د نړیوال بانک رئیس ډیویډ مالپاس خبریالانو ته وویل، چې پر اوکراین د روسیې برید نوي او ستر لګښتونه رامنځ‌ ته کړي دي.

د مالپاس په وینا، د اقتصادي رکود اټکل په خاص ډول د نړۍ په هغو بېوزلو هېوادونو کې چې د فقر کموالی پکې درېدلی، ډیر ناوړه وي، ځکه خلک په بېوزلو هېوادونو کې برېښنا، کیمیاوي سرې او خوړو ته لږ لاسرسی لري.

د نړیوال بانک د راپور له مخې، د اقتصادي رکود تاثیرات به افریقا د صحرا په شان سیمو کې شدید وي.

د نړیوال بانک د اټکل له مخې، په ۲۰۲۳ -۲۰۲۴ کلونو کې به اقتصادي وده یوازې ۱.۲ سلنه وي هغه وضعیت چې د بېوزلۍ کچه به نوره هم لوړه کړي.

د دغه بانک مشر زیاته کړه، چې نړیوال اقتصادي رکود او د پانګونو کموالی به د روغتیا، فقر او د زیاتېدو او د بنسټونو په برخه کې ناوړه پایلې ولري.

بهیر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا