سیاست

جمهور رئیس غني وکیلانو ته په خطاب کې: که هميشنۍ امنیت غواړئ په اصلاحاتو کې لاس راکړئ

کابل باختر د چنګاښ دريمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني تېره شپه د غزني ولایت له وکیلانو سره په ناسته کې وویل، د امنیتي ارګانونو غیر سیاسي کېدل، په ټاکنو کې د معیارونو تطبیق او په دې برخه کې د افغانستان د سیاسي قشر او ولسونو ملاتړ په هېواد کې د دايمي امنیت یوازینۍ لاره ده.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې په ولسي جرګه کې د غزني ولایت د وکیلانو په استازیتوب ډاکټر عبدالقیوم سجادي د غزني ولایت پر امنیتي ستونزو، په غزني ولایت کې د نويو یرغمل نیونو، په ښار کې د هدفي وژنو، د غزني ولایت د ولسوالیو د پولیسو په لیکو کې د منسوبینو د غیر حاضري، د حکومت له خوا د محلي پولیسو د کمزوري ملاتړ په ګډون د نورو امنیتي  ستونزو په اړه خبرې وکړې.
جمهور رئیس غني د غزني ولایت د امنیتي وضعیت په هکله د وکیلانو د نظریاتو او وړاندیزونومننه وکړه او وې ویل، له بده مرغه او له نېکه مرغه د سږکال د وضعې په اړه زموږ وړاندوینه سمه وه، له بده مرغه ځکه چې جګړې زور اخیستی او له نېکه مرغه ځکه چې موږ ورته چمتو یوو.
جمهور رئیس وویل، راتلونکې څلور میاشتې برخلیک ټاکونکې دي. موږ د غزني ولایت په ګډون په مهمو ولایتونو کې د درې ډوله، یانې تصفیوي، خاصو  او دوامداره عملیاتو ته تيارى لرو.
د وسله وال پوځ اعلی قوماندان وویل، په امنیتي قوتونو کې د نظم له پلوه وضعیت ورځ تر بلې ښه کېدونکی دی، خو په دې برخه کې د وکیل صاحبانو په ګډون د ټولو سیاسیونو جدي مرستې ته اړتیا ده. ده زیاته کړه، د محلي پولیسو انسجام او د خاصو ځواکونو اغيزمنې کارونې ته به ځانګړې توجه وکړو.
جمهور رئیس د غزني له وکیلانو وغوښتل چې د یرغمل نیونو مسلې د قومي کولو مخنیوی وکړي،  ترڅو یرغمل نیونه په یو ناوړه فرهنګ بدله نشي. هغه  زیاته کړه چې له تېرو دیارلسو کلونو راهیسې په لومړي ځل د سرتېرو  روحیې، هڅونې او اړتیاو ته جدي پاملرنه کېږي.
د هېواد جمهور رئیس وویل، په دویمو سل ورځنيو پلانونو کې په عدلي او قضایي ارګانونو کې د اصلاح تر څنګ په ولایتونو هم تمرکز کوو او په راتلونکو شپېتو ورځو کې به ښاروالیو لپاره د کاندیدانو مرکې واخلو.
جمهور رئیس وویل، موږ په لومړي ځل د افغانستان د جنګ نقشه چمتو او ولسوالۍ مو د امنیتي اهمیت له پلوه  درجه بندي کړي دي،  د جدي عملیاتو قصد لرو ،خو دغه کار به په پړاويز ډول او د ځانګړو لومړیتوبنو له مخې وکړو. امید دی چې زموږ ژمنتیا او محدودیتونه دواړه درک کړل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته