فرهنګ

شپږ لرغوني آثار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته وسپارل شول

کابل باختر د ليندي لسمه :
شپږ قلمه لرغوني آثار چې د امريکا په متحده ايالاتوکې ترلاسه شوي و؛ په رسمي ډول د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت ته وسپارل شول.
دباختر آژانس دخبر له مخې: دغه آثار د تاريخي آثاروله قاچاق وړونکوڅخه د امريکا دکورني امنيت اوګمرګاتو وزارت دمنسوبينولاس ته ورغلي دي .
په واشنګټن کې د افغانستان سفير اکليل حکيمي نن په هغې غونډه کې چې دهيواد دبهرنيو چارو په وزارت کې جوړه شوې وه؛ دغه آثار د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د ځوانانو دچارومعين تيمورشاه اسحق زي ته وسپارل .
دحکيمي دڅرګندونو له مخې: دغه آثار د هغو آثارو د سپارلو په لړکې ترسره کيږي چې پخوا هم د امريکا له لوري ځينې تاريخي آثار له افغانستان څخه قاچاق شوي و او د افغانستان لوري ته سپارل شوي دي او دغه لړۍ به دوام ومومي .
په همدې حال کې د ځوانانو د چارو معين، د اطلاعاتو اوفرهنګ د وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين په استازيتوب د امريکا له متحده ايالاتو او په تېره بيا ددغه هيواد د کورني امنيت اوګمرکاتو له وزارت او په واشنګټن کې د افغانستان له سفارت څخه مننه او قدردانۍ وکړه .
  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکار عمر سلطان وويل چې دغه آثار د هيواد له ملي موزيم څخه نه دي لوټ شوي، بلکې دغير قانوني کيندنو په نتيجه کې ترلاسه شوي دي او د امريکا دمتحده ايالاتو ته قاچاق شوي دي .
ده وويل چې د دغو آثارو د سرو زرو درې ټوټې په لومړى ميلادي پيړۍ پورې اړه لري او ښايي يوه مسي کوزه له لومړى ميلادي پيړۍ څخه تر دريمې ميلادي پيړۍ پورې اړه پيداکړي .
ده وويل: د ژيړو دوه ټوټې يې په اوولسمې ميلادي پيړۍ پورې اړه پيدا کوي .
ده وويل چې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د هيواد دتاريخي آثارو په شرحه کې يو کتاب خپور کړى دى او هغه يې د هيواد د ټولو ګمرګاتوپه واک کې ورکړى دى.
له دې امله تراوسه پورې نهه زره لرغوني آثار له بېلابېلو هيوادونو څخه افغانستان ته راستانه کړى شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته