ورزش

په هرات کې د ولسواليو د جام دفوټبال سيالۍ پيل شوې

کابل باختر دزمري دمياشتې  ٣١ :
دهرات ولايت دولسواليو دجام دفوټبال سيالۍ پرون په اتو لوبو سره په هرات کې پيل شوې .
دهرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضياالحق ضيا دباخترآژانس خبريال ته وويل: په دغو سياليو کې  دشينډنډ الف ، رباط سنګي ،  کهسان بي، ادرسکن ،  کسهان الف او د اسلام قلعه  ټيمونه په خپلو سيالانو بريالي شول.
دغــه  راز  د غوريانو  بي  او د شکيبان ټيمونو په  يو يو ګـــول لــــوبه برابره پاى ته ورسوله .
دغه سيالۍ له پرون را په  دې خوا د  ٢١ ټيمونو ترمنځ دهرات په ورزشي لوبغالي کې پيل شوې دي او د هرې پنجشنبې او  جمعې په  ورځو دوام کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته