کابل باختر د غبرګولي اتلسمه :
د بغلان ولايت د کليو د بيا جوړولو او پراختيا رياست څلور تنه تښتول شوي کارکوونکي پرون له بند څخه آزاد شول .
دغه کارکوونکي دوه اوونۍ مخکې د بغلان ولايت د خوست له ولسوالۍ څخه د غير مسوولو وسله والو کسانو له خوا تښتول شوي وو .
دبغلان ولايت دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رييس عبدالرب حکيمي د باختر آژانس خبريال ته وويل: د دغه رياست د ملي پيوستون د پروګرام د مسوول انجنير نصرت الله شهيدي په ګډون د دغه رياست څلور تنه کارکوونکي چې د پرژو د تطبيق او د ښې پرمختيا د څيړنې لپاره د خوست ولسوالۍ ته روان وو؛ دغير مسوولو وسله والو کسانو له خوا تښتول شوي وو.
حکيمي زياته کړه: دغه کسان له دوو اوونيو اسارت وروسته د سپين ږيرو او قومي مشرانو په منځګړيتوب آزاد شول .
د کليو د بيا جوړولو اوپرمختيا رييس وايي: دغه کسان د پيسو د ورکولو په ګډون له هر راز معاملې پرته آزاد شوي دي.
خو دوه تنه مدني فعالان چې دوى د خوست ولسوالۍ اوسيدونکي دي؛ ادعا لري چې د آزادو شويوکسانو کورنيو د دوى په آزادولوکې ٥٠ زره ډالره ورکړي دي خو د دوى ادعاګانې د ولايت د مقام او د کليو د بيا جوړولو او پرمحتيا رياست له خوا ردې شوې دي .
0 1 دقیقه لوستل