سیاست

دورځي تبصره

کابل باختردليندى دمياشتې ٢٢ :

دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس حامدکرزي پرون دوزيرانو شورا په غونډه کې څرگنده کړه  : دافغانستان دپت ، ځواکمنې ، ثبات اوآرامي دښمنان نه غواړي چې موږ پرمختگ اوترقي وکړو ځکه دغه شان ناوړو هدفونو ته درسيدو لپاره له هرډول وسيلي څخه کاراخلي ، هغوي بايد په دې پوه شي  چې هيڅکله  نه شي کولاي  دافغانستان  دملت په ارادي بريالى شي.

 اوديووالي  ، ورورګلوي اودهميشنۍ آرامي اوثبات په لاره کې دهغوي ديون خنډ شي.

دباختر داطلاعاتي اژانس سياسي مبصرليکي :

په داسي حال کې  چې دهيواد بيلابيلو قشرونو او دافغانستان د دوو سترو مذهبونو پيروانو داسلام اودافغانستان ددښمنانو او دانسان وژونکو جنايتکارانه عملونه په کلکه وغندل . په داسي وخت کې  دبي بي سي راډيو ګنى دافغانستان دجنګوي لښکر دويندوى په نامه له علي شيرخدا سره  يوه مرکه خپره  کړه چې دافغانستان دخلکو او دنړيوالو دحيرانتيا سبب  شوه.

ټول په دې پوهيږي چې دهيواد په بيلابيلو ښارونو کې دخونړۍ عاشورا دلسمې له دردونکي پيښې وروسته ابوبکر منصور چې ځان يې دپاکستان دجنګوي لښکر ويندوى وباله  دهغو تروريستي بريدونو مسووليت په غاړه واخيست  خو درې ورځې وروسته دبي بي سي راډيو دانګليسي ژبي خبريال شعيب حسين  دعلي شيرخدا په نامه له يوه شخص سره په اړيکه کې چې ځان يې دافغانستان دجنګوي لښکرويندوى باله تظاهر يې کاوه چې دافغانستان له دننه څخه يې اړيکه نيولى ده  له ده سره په کويټې ښارکې ګوري او مرکه ورسره کوي او ادعا کوي چې دغه جنايتکارانه عمل دوي کړي دي.

امنيتي خبرځايونو او آن دطالبانو ډلې په افغانستان کې ددغه شان ډلې شتون رد کړ او هيڅوک نشته په دې پوه نه شي  چي دجنګوي لښکر جنايتکار بانډ يوازي له پولي اخوا شتون لري .

ايا دبي بي سي  راډيو سره له  دې چې په دې پوهيږي چې دجنګوي لښکر جنايتکار بانډ په افغانستان پورې اړه نه لري او له پولي اخو شتون او اډه لري  نو ولي  دابهام په توليدلاس پورې کوي ؟

دجنګوي لښکر په پاکستان کې دشيعه وروڼو پرخلاف دجنايت  اوانسان وژنې اوږده سابقه لري چې دشيعه ګانو دګوندونو په لسگونو مشران  اودهغوي پيروان يې په وينو او خاورو لړلي اولت پت کړي دي .او داځل يي دافغانستان په بيلابيلو ښارونوکې دحسيني عاشورا دورځي په لسگونو ماتم کوونکو بريد وکړ.

دافغانستان خلک په دې باور دي چې دهيواد بهرنيو دښمنانو دافغانانو ترمنځ دتفرقي اچولو لپاره نوى لاره غوره کړې ده او دوي بايد په دې پوه شي داځلي هم تيروتلي دي ځکه اوس دافغانستان يو موټي ملت دخپلو دښمنانو په ناوړه نيت ښه پوهيدلي دي.

ځکه په کابل ، مزارشريف اوکندهار کې دحسيني عاشورا دمراسمو له خونړيو پيښو وروسته د هيواد له هر ګوټ ګوټ  څخه دتروريستي  بريدونو دعاملينو پرخلاف  دکرکى او نفرت غږ اوچت شو او دغه وحشيانه عمل يې وغانده  او دايې دبهرنيو تور زړو دښمنانو کار وباله.

اوس دا پوښتنه طرحه کيږي په دغه شان حالت کې چې دافغانستان ملت له بل هروخت څخه زيات دبهرنيو دښمنانو دناوړه نيت په وړاندې دخپل يووالي ساتنې ته اړتيالري  دبي بي سي خبري شبکه په کوموهدفونو سره دغه شان اوازي خپروي  او ښايې دپردي ترڅټ نور هدفونه هم نغښتي وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته