اسلام آباد ډي ډان باختر/ دزمري دمياشتې ١٥ :
د پاکستان د راولپنډۍ د ښاري محکمې جګپوړى قاضي طاهرخان نيازي پرون د دغه ښار د صادق آباد په ناحيه کې د ناپيژندل شويوکسانو له خوا په ډزو سره ووژل شو.
د راولپنډۍ د ښار پوليسو وويل چې قاضي طاهر خان نيازي په موټرکې د سپرو يرغلګرو له ډزو وروسته ځاى پرځاى ووژل شو او تروريستان له سيمې څخه وتښتيدل.
دغه قاضي د راولپنډۍ ښار له مشهورو حقوق پوهانو څخه شمېرل کيده او په تروريستي اقداماتو پورې اړوندې زياتې دوسيې څيړلې اوحکم يې صادراوه.
پاکستاني طالبانو د دغه قاضي د ترور مسووليت په غاړه اخيستى دى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ