امنیت

په کابل سرينا هوټل کې تېره شپه د بريد له امله نهه تنه ووژل شوي دي

کابل باختر دوري دمياشتې لومړي نيټه :
دپوليسو مسوولين تاييدکړه چې په کابل سريناکې د وسله والو مخالفينوپه بريد کې نهه تنه ووژل شوي دي .
تېره شپه څلور تنه وسله وال يرغلګر په کابل سرينا هوټل بريد وکړ او له امنيتي  ځواکونوسره جګړه  وکړه.
د باخترآژانس دخبر له مخې: دپوليسوله مسوولينو سره دباخترآژانس دخبريالانو له پرله پسې ټيلفوني اړيکوهيڅ کوم معلومات ور نه کړل. خو سترامنيتي معين جنرال محمد ايوب سالنګي  خصوصي رسنيو ته ويلي دي چې ددغه بريد په بهيرکې نهه تنه وژل شوي دي او څلور تنه نور ټپيان شوي دي چې په وژل شويوکسانوکې د دوو ښځو او دوو نارينه و په ګډون څلور تنه بهرني اتباع  او د دوو ماشومانو او دوو ښځو په ګډون پنځه تنه افغانان شامل دي.
ده ويلي دي چې څلور تنه وسله وال يرغلګر  تېره شپه  د امنيتي ځواکونو د مقاومت په نتيجه کې وژل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته