امنیت

پنځه تنه طالبان وژل شوى او پنځلس نور يې نيول شوي دي .

کابل باختر دغبرګولى  لومړي :
دنويد – ٣  عمليات دبلخ ولايت په کشنده ولسوالۍ کې دپنځو وسله والو طالبانو په وژل کيدو او پنځلسو نورو په نيول کيدو سره پرون پاى ته روسيدل
دبلخ ولايت وياند فرهاد منير باختراژانس ته خبر ورکړ دغه عمليات چې په خپله دبلخ دوالي عطا محمد  نور په مشرۍ دوه ورځې مخکې په دغې ولسوالۍ کې پيل شوي و په داسې حال کې پاى ته ورسيدل چې دامنيتي ځواکونو په شتون سره په دغې ولسوالۍ کې دټولو وسله والو طالبانو مسوول مولوي عبدالباري وتښتيد پنځه طالبان ووژل شول اوپنځلس  نور يې چې په يوه غره کې پټ شوي و  دامنيتي ځواکونوله خوا کلابند شول . 
منير زياته کړه دغه عمليات ددغې ولسوالۍ په دريو کليو کې د وګړنيز پاڅون او ديو پخوانى جهادي   قوماندان په همکاري  پيل شوي و .
ويل کيږي دغه سيمې  اوس دوسله والو طالبانو له شتون څخه په بشپړ ډول پاکې شوې او هلته امنيت تامين شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته