
کابل، د سلواغې ۱۱مه، باختر
د نیمروز او بادغیس امنیتي مسوولین وایي، چې په دغو ولایتونو کې یې ۳ تنه د جنایي جرمونو په تور نیولي دي.
د نیمرزو د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير مولوي عبدالعزیز مغفور باختر آژانس ته وویل، په ولایت کې یې یو کس د قتل او یو بل یې د عامه نظم د کډوډولو په تور نیولی دی.
ورته مهال د بادغیس د امنیې قومندانۍ ویاند صدیق الله صدیقي د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دغه ولایت د مرکز قعله نو ښار په څلورمه امنیتي حوزه کې امنیتي ځواکونو یو کس د ۴ کیلوګرامه چرسو سره یو ځای نیولی دی.
د یادونې وړ ده، چې نیول شویو کسانو دوسیې به له څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
لمر\