امنیت

په سرپل کې د طالبانو برید په شا وتمبول شو

سر پل / د غبرګولي / ۱۹ باختر
په سر پل کې پرون مازیګر د وسله والو طالبانو برید په شا وتمبول شو .
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایی باختر اژانس ته وویل چې دغو وسله والو طالبانو د قشقري او بغاوي په کلیو او د سرپل په مرکز برید وکړ چې د پوځیانو له مقاومت سره مخ شول .
هغه وویل چې په دغو نښتو کې ١٠ وسله وال طالبان ووژل شول او طالبانوته د سر زیان له اوښتلو وروسته له ساحې څخه وتښتېدل .
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته