
کابل، د وږي ۲۲مه، باختر
د نیمروز، بلخ او هرات ولایتونو امنیې قومندانۍ مسوولینو په دغو ولایتونو کې د نشه یي توکو د پلور په تور د ۱۹ تنو د نیولو خبر ورکوي.
د نيمروز د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدير عبدالواسع ریحان د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دغه ولایت په مرکز زرنج ښار کې شپږ تنه د هیروئینو او چرسو د پلور په تور نیول شوي دي.
په ورته وخت کې د هرات د امنیه قومندانۍ مسوولینو باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي، چې د دغه ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت په څو کشفي عملياتو کې شپږ تنه د نشه يي توکو د پلور په تړاو نيولي دي.
د یاد ونې وړ ده، چې تېره اوونۍ هم د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې ۷ تنه د نشه یي توکو د پلور په تور نیول شوي دي.