ټولنه

څيړنوال حضرت محمد وياړ وفات شو .

کابل باختر د غبرګولي دولسمه :
دافغانستان  دعلومو اکاډمي ددغې اکاډمي دژبو او ادبياتو دمرکز دغړي  څيړنوال حضرت محمد وياړ دمړينې خبر ورکړ .
  دباختراژانس دخبر له مخې ،  ارواښاد حضرت محمد وياړ  په ١٣٥٢ کال کې دکابل پوهنتون  دادبياتو  او بشري علومو له پوهنځي څخه فارغ او له دې سره جوخت يې  دکابل مجلې دمرستيال په توګه  په دندې پيل وکړ .
په ١٣٥٧ کال کې يې  دافغانستان دعلومو اکاډمي غړيتوب ترلاسه کړ او په ١٣٦٩ کال کې  دازادو انتخاباتو له لارې  دافغانستان دعلومو اکاډمي دفولکلور  او دادبياتو دڅانګې  دآمر په توګه  انتخاب شو .
  ارواښاد وياړ  دخپل څلويښت کلن  ماموريت په دوران کې  دهيوادفرهنګ ته  زيات خدمتونه کړى دى او يوشمير ارزښتناکې  څيړنيزې مقالې او اثار يې  پريښې دي .
   ارواښاد داووه شپيته کلنۍ په عمر نن وفات شو .
دافغانستان  دعلومو اکاډمي  دمشرتابه هيئت  دارواښاد وياړ مړينه  په هيواد کې  يوه فرهنګي او ادبي داعيه بولي او ددغې اکاډمي  د ډاډ ګيرنې او خواخوږي مراتب  دارواښاد کورنۍ او دوستانو ته  څرګندوي.
دارواښاد وياړ دنارينه و اوښځو دفاتحې مراسم سبا د چارشنبې دورځې  له غرمې وروسته له يوې نيمې بجې  څخه تر درې نيمو بجو پورې  دعلومو اکاډمي دمشرتابه هيئت  او دراواښاد دکورنۍ له خوا  دشيرشاه سوري  په جامع جومات او سالون کې پرځاى کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته