
کابل، د غبرګولي ۱۹ مه، باختر
د خوړو نړیوال سازمان د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ پر۵۰۱ زیانمنو شویو کورنیو خوراکي توکي ووېشل.
د نیمروز له طبیعي پېښو سره د مبارزې رئیس مولوي محمد قاسم محمد باخترآژانس ته وویل، چې د خوړو نړیوال سازمان په خاشرود ولسوالۍ کې پر۵۰۱ زیانمنو شویو کورنیو چې مخکې سروې شوې وې خوراکي توکي ووېشل.
په خبره یې په دغه مرسته کې وریجې، غوړي، د ماشومانو مقوي خوراکي توکي، بسکویت او مالګه شامل دي.
په همدې حال کې د نیمروز له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې رئیس د خوړو له نړیوال سازمان څخه په مننې سره له ملي او نړیوالو مرستندویو موئسسو څخه وغوښتل چې له بېوزلو کرونیو سره زیاتې بشري مرستې وکړي.
ع