امنیت

په هلمند کې دپوځي عملياتو په بهير کې طالبانو ته دسردروند زيان اوښتى دى

کابل باختر د سلواغې اتلسمه :
لس تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې دپوځي عملياتو په بهير کې ووژل شول
  دغه عمليات نن سهار دلښکرګاه ښار په ځينو سيمو کې پيل شوي اوتراوسه پورې دوام لري .
دهېواد په جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې د ډار اچونې ضد په دغو عملياتو کې  تراوسه پورې لس تنه  وسله وال طالبان وژل شوي دي .
ده وويل چې پوځيانوددغو عملياتو په بهير کې  تراوسه پورې دطالبانو څو پټنځي  دړې وړې کړي دي .
ويل کېږي چې په دغو عمليات کې تراوسه پورې پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيان دهلمند ولايت دسنګين او ګرشک په ولسواليو کې  دوسله والو طالبانو دجنګي وسايلو ددريو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شوي دي .
دهلمند ولايت يوه امنيتي مقام وويل چې له دغو ډيپوګانو څخه يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته