امنیت

اته وسله وال طالبان په کندزکې ووژل شول

کندز د ثور ۲۸ باختر
اته وسله وال طالبان تېره شپه په کندزکې په هوايي برید کې ووژل شول .
د ۲۱۷ پامیرقول اردو د قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول هادي جمال باخترآژانس ته وویل چې دغه وسله وال طالبان ددغه ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې ووژل شول .هغه زیاته کړه چې په دې برید کې دوه نورطالبان ټبیان شول او د طالبانودوه فولدرموټرونه او یوه قرارګاه له منځه يوړل  شو.ختم ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته