فرهنګ

د وحدت فرهنګي مرکز ۲۰۰ تنو زده کوونکو ته د وړيا زده کړو زمینه برابره کړې

ښرنه باختر د وږي د میاشتې ۱۹ مه
د پکتيکا د والي محمد الياس وحدت په نوښت جوړ شوي فرهنګي مرکز کې شاوخوا دوه سوه زده کوونکي په وړيا ډول په بېلا بېلو برخو کې زده کړې کوي.
د فرهنګي مرکز مسوول سید محمد اسحاق ارین باختر اژانس ته وویل چې په دغه فرهنګي مرکز کې پر فرهنګې چارو سر بیره په نورو بېلا بېلو برخو کې زده کوونکو ته  زده کړې ورکول کیږي  چې شاوخوا دوه سوه زده کوونکي لري او د لیسانسو استادانو له لوري ورته په وړیا ډول ساینسي علوم، اجتماعي علوم، انګلیسي او د کمپیوتر زده کړې ورکول کيږي.
آرين وایي په دغه مرکز کې یوکتابتون هم شتون لري چې شاوخوا زر ټوکه د بېلا بېلو برخو کتابونه لري او زده کوونکي کولای شي چې په وړيا ډول سره ترې ګټه واخلي.
دی دغه راز له ولایتي ادارې او تجارانو غواړي چې د دغه فرهنګي مرکز په لا پرمختګ کې ورسره  برخه واخلي، څو یاد فرهنګي مرکز د ولایت او هیواد په کچه یو فرهنګي مرکز شي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته