فرهنګ

د افرا مرکز فرهنګي جشن جوړ کړ

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٤
د افرا يا د ستراتيژيکي تحقيقاتو او څيړنو مرکز نن د يوې غونډې په جوړولو سره له ايران څخه د راستنو شويو فارغانو په وياړ جشن جوړ کړ.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې : په دې غونډه کې د وينا، شعر ويلو، د خاطرو د ويلو او د موسيقۍ مراسم د دغه مرکز له خوا پرځاى شوي و.
د افرا د (د ستراتيژيکو تحقيقاتو او مطالعاتو مرکز) رييس ډاکتر محمد سردار رحيمي خبرې وکړې او د دغې غونډې د جوړولو هدف يې د راستنو شويو زده کړې خاوندو مهاجرينو له ظرفيتونو او تجربو په خاطر د جذب په لاره کې د ملي وحدت د دولت هڅول وبلل.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معينې سيمين حسن زاده هيوادته د راستنو شويو ځوانانو په غونډه کې خبرې وکړې او ويې ويل: سره له دې چې افغان ځوانانو د زمانې جبر زغملى و او ګاونډيو او د نړۍ هيوادونوته مهاجرت ته اړ شوي وو؛ يو شمېر دغو ځوانانو دبيلابيلو ستونزو په زغملو سره دهغې ژمنې او زړه سواندى له امله چې له خپل هيواد او خلکو سره يې درلودل؛ د بيلابيلو علومو په زده کړې لاس پورې کړ چې نن يو شمېر دغه ځوانان د افغانستان د دولت په چوکاټ کې په کار او فعاليت بوخت دي او موږ هيله لرو چې د افغانستان نوى دولت دغه راز هيوادته د زده کړې خاوندو او متخصصو ځوانانو د راستنولو لپاره زمينه برابره کړي او په بيلابيلو برخوکې د دوى له تجربو او علمي او فکري زده کړو څخه استفاده وکړي .
د افرا يا استراتيژيکي تحقيقاتو او مطالعاتو مرکز له څو مياشتو راپه دې خوا جوړ شوى او د غونډو،کنفرانسونو او د علمي او تخصصي غونډو د جوړولو په لاره کې فعاليت کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته