خبرونهاقتصادټولنه

په نیمروز کې د مخابراتي خدمتونو ۱۴ بهرني انتنونه ونیول شول

کابل، د سلواغې ۶مه، باختر

د نیمروز د اترا مدیریت مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په مرکز کې یې ۱۴ هغه انتونه نیولي، چې بهرنیو مخابراتي سیمکارټونو لپاره ترې استفاده کېده.

د دغه ولایت د اترا مدیر سید عبدالعلي یاسین زي باختر آژانس ته وویل، چې د زرنج ښار په کوپراتيف مارکېټ کې یې ۱۴ انتنونه، چې په غير قانوني ډول د بهرنیو سیمکارټونو لپاره کارول کېدل نیولي دي.

یاسین زي وویل، چې د بهرنیو انتنونو او وايفای د راټولولو موخه د افغانستان د مخابراتي خدمتونو اصولي کول دي.

نوموړي زياته کړه، چې د بهرنيو انتنونو خاوندانو ژمنه کړې، چې د اترا له اصولو سره به سم خدمتونه وړاندې کوي.

لمر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا