(PS)خبرونه(PS)ټولنه

په نیمروز کې د نږدې ۷ سوه زره افغانیو په لګښت د یوې څلور لارې د جوړېدو چارې پيل شوې

کابل، د چنګاښ ۲۱مه، باختر

د زرنج ښاروالۍ مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په مرکز کې د۶۸۰ زرو افغانیو په لګښت د یوې څلور لارې د جوړېدو چارې پيل شوې.

د دغه ولایت د ښاروالۍ یو مسوول محب‌الله نورزاد د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې په دغه ولایت کې د یاد ولایت د صرافانو اتحادیې په مالي ملاتړ یوه څلور لارې د ۶۸۰ زرو افغانیو په لګښت جوړېږي چې چارې یې نن رسما پیل شوې.

د یادونې وړ ده، چې د يادې څلورلارې چارې به د دوو اوونيو په موده کې بشپړې شي.

یوسفزی،ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا