
کابل، د زمري ۹مه، باختر
د نیمروز د امنیې قومندانۍ مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په کنګ ولسوالۍ کې د وسلو یوه زېرمه کشف شوه.
د یاد ولایت د کنګ ولسوالۍ امنیه قومندان، مولوي احمد سعید د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې امنیتي ځواکونو یې د یو لړ کشفي، اوپراتیفي عملياتو په ترڅ کې ۳ د راکټ مرمۍ ، ١٨ د راکټ پټاقۍ او ٣٤٠ د ثقیل مرمۍ ترلاسه کړې دي.
سعید وویل، چې دغه مهمات د کنګ ولسوالۍ په یو کور کې کشف او ترلاسه شوې او تر دې دمه د یادې قضيې په تړاو هېڅوک نه دی نیول شوی او د عاملينو د نيولو لپاره هلې ځلې دوام لري.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم په يو شمېر ولسوالیو کې وسلې کشف او نیول شوې دي.
ص