تبصره او مطبوعاتو ته کتنه

تبصره

کابل/ د سلواغې ١١ مه / باختر:
د هېواد په سړو او تودو سیمو کې به په دولتي موسسو کې د تدریسي بهیر په راتلونکو ورځو کې پیل شي.
د باختر آژانس مفسر ليکي؛ د لوړو زده کړو وزارت اعلام کړی، چې په راتلونکو ورځو کې به د هېواد په سړو او تودو سیمو کې په دولتي موسسو کې تدریسي بهیر پیل شي.
د ياد وزارت سرپرست عبدالباقي حقاني د ویډیو له لارې وویل: د پوهنتونونو د بیا پرانيستلو هڅې روانې دي.
هغه د لوړو زده کړو په موسسو کې د تدریسي بهیر د پیل نېټه مشخصه کړه او د پوهنتون له مسوولینو یې وغوښتل چې د تدریسي بهیر د پیل لپاره دې لازم شرایط برابر کړي.
په افغانستان کې د لوړو زده کړو په موسسو کې د تدريس بیا پیلول د هېواد د هغو زرګونو زده کوونکو لپاره چې په هېواد کې د وروستیو پرمختګونو او تر ډېره د تخنیکي او اقتصادي دلایلو له امله له زده کړو څخه پاتې و، يو ښه خبر دى. د زده کوونکو پرمخ د تحصيلي موسسو تړل کېد ل د اسلامي امارت پر خلاف د يو شمېر هېوادونو او بهرنيو مغرضو کړیو له خوا د تبلیغاتي وسیلې په توګه وګرځېدل او امارت په تنګ نظرۍ او د افغانستان د ښوونيز نظام په سقوط تورن شو.
خو کله چې اسلامي امارت د تدریس د پیل اعلام وکړ، نو پر ضد یې تبلیغاتو ته د پای ټکی کېښود او په داخل کې یې ثابته کړه چې د بچیانو تعلیم او د هېواد د ښوونيزنظام ساتنې ته ژمن دی او په پوره مسوولیت سره عمل کوي.
د لوړو زده کړو په موسسو کې د تدريس بیا پیل یو ښه پیل دی چې باید د نصاب په پیاوړي کولو او د تجربه لرونکو کادرونو په جذبولو سره پياوړي شي.
د هېواد په تحصيلي بنسټونو کې د لوړو او تجربه لرونکو ښوونکو کمښت، د معاصرو درسي موادو کمښت، د معاصرو وسايلو او ټکنالوجۍ نشتوالى، د مسلکي زده کړو نشتوالى، له دوديزو ميتودونو سره د تدريس دوام، د هېواد په ښوونيزو بنسټونو کې شته ننګونې دي، د نوي ساینسي معیارونو له مخې د تدریسي موادو د اعتبار نشتوالی، چې بايد په پام کې ونیول شي.
د هېواد د لوړو زده کړو په برخه کې شته ننګونې په تېره بیا د خصوصي تعلیمي موسسوعلمي معاصر معیارونه د سنجش وړ نه دي ، د لوړو زده کړو زياتو موسسو په تېره بیا د خصوصي تعلیمي موسسو اوسنی وضعیت بيا څيړنې او اصلاح ته اړتیا لري ، دغو بنسټونو خیالي محصلین لرل او حتي تحصيلي اسناد یې تجارتي کړي و، حقیقت دا دی چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د خصوصي لوړو زده کړو په موسسو کې د ستونزو کچه مخ په زیاتېدو وه.
د لوړو زده کړو وزارت د اکاډمیکو بنسټونو د ښوونیز نظام د اصلاح لپاره زيات کار ته اړتیا لري، چې یو یې هم په اکاډمیکو بنسټونو کې د ښې زده کړې لپاره د ظرفيتونو لوړول دي او په دې کې شک نشته چې اسلامي امارت دا ډول ژمنتیا لري.
په هیواد کې د لوړو زده کړو د موسسو د بیا پرانيستلو په اړه د اسلامي امارت پریکړه په هیواد کې د زده کړو غوښتنې ته یو مثبت ځواب دی چې د یوې هوسا ټولنې د جوړولو په لور د حرکت ژمنه کوي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته