خبرونهورزش

په نیمروز کې د کونګ فو ټو آ لومړی پړاو سیالۍ تر سره شوې

کابل، د لېندۍ ۱۹مه، باختر

په نيمروز کې د یووالي تر عنوان لاندې د کونګ فو ټو آ لومړي پړاو سیالۍ تر سره شوې.

د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش آمر عبدالشکور “نوابي” وويل، چې د نيمروز د کونګ فو ټو آ ورزشي څانګې د لومړي پړاو سیالۍ د ٣٠ تنو بېلابېلو عمرونو د لوبغاړو په ګډون د مبارزو ځوانانو په کلپ کې، د نیمروز د بېلابېلو ورزشي څانګو د مسوولینو په شتون کې ترسره شوې.

د نیمروز ولايت د کونګ فو ټو آ ورزشي څانګې سرپرست مهدي اسحق زي باختر آژانس ته وويل، چې د دغه سياليو د ترسره کولو موخه په دې برخه کې د غوره لوبغاړو ټاکل کول دي ترڅو د ملي لوبډلې سياليو ته چمتو شي.

عبدالرحمن توخی

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا