سیاست

دکورنيو چارو وزير سرپل ته لاړ .

کابل باختر د وري نهه ويشتمه :
دکورنيو چارو وزير نن  له غرمې مخکې له يولوړ رتبه  دولتي هيئت سره دسرپل ولايت ته ورسيد .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  په هغې غونډه کې چې دکورنيو چارو دوزير ستر پاسوال  تاج محمدجاهد او دسرپل  دنورو مقاماتو او سپين ږيرو په ګډون جوړه شوې وه  دسرپل والي  ددغه ولايت  دامنيتي حالت په باب وويل  دسرپل ولايت  دهېواد له ناامنو ولايتونو څخه  شميرل کيږي . چې دکوهستاناتو ولسوالۍ  له دوو کلونو راپديخوا ددولت  دوسله والو مخالفينو ترکنترول لاندې دى . او همدا اوس په سرپل ولايت کې  ميشت امنيتي ځواکونه له څو استقامتونو څخه  دصياد ، سوزمه کلا ، سانچارک په ولسواليو او دسرپل ښار په ختيځه سيمه  کې موقعيت لري او له دښمن سره په جګړه بوخت دي .
دسرپل والي زياته کړه  دالبرز – ١ په نامه دصياد ولسوالۍ په مربوطاتو کې دامنيتي ځواکونو عمليات  چې دوري دمياشتې  په اوولسمه نيټه  پيل شوي دي  او تراوسه پورې دوام لري . چې په کوندى سره  پرمخ  ځي او دکورنيو چارو له وزير  څخه يې وغوښتل  چې دسرپل ولايت دخلکو غږ  دجمهور رييس  او دامنيتي سکتور دمسوولينو  غږونو ته ورسوي .
  دکورنيو چارو وزير  سترپاسوال  تاج محمدجاهد وويل ستاسې غږ دهېواد جمهور رييس  او دامنيتي سکتور او داعلي سرقوماندانۍ  مسوولينو غږونوته به ورسول شي او هغه څه چې په کورنيو چارو وزارت پورې  مربوطيږي په سرپل ولايت کې  دوسله والو طالبانو ترواکمني لاندې  سيمو دپاکولو په اړوند نه سپموي . او د امنيتي ځواکونو دتشکيلاتو او تجهيزاتو په برخه کې لازمه پاملرنه کيږي او څيړل کيږي .
وروسته  دغونډې وينا والو په خپل وار  دامنيتي ستونزواو په سرپل ولايت کې دموجود حالت په باب خبرې وکړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته